ډېر لوستل شوي

د کوهدامن ولسوالیو ستونزې واورېدل شوې

د کابل مقام دفتر په خپل اېکس لیکلي چې والي ملا امین الله عبید د کابل کوهدامن اووه ولسوالیو له استازو سره په ولسي ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د ستونزو د هواري ډاډ یې ورکړی دی.
ښاغلي عبید زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې شپه او ورځ د ولس چوپړ وکړي.
ورته‌مهال د کوهدامن ولسوالیو استازو، د اسلامي نظام ملاتړ خپله دیني وجیبه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي نظام د افغانستان د خلکو ارمان و او دا ارمان د کلونو جهاد، قربانیو او سرښندنې په پایله کې ترلاسه شوی دی.

اړوند خبرونه