ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سل بستریز روغتون په پرانېستغونډه کې ویلي چې اسلامي امارت له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ ته ژمن دی او تر وروستي بریده باید هڅه وشي چې افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا، او نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه د افغانانو د تګ مخنیوی وشي.
ښاغلي مجاهد سردار داوودخان روغتون کې د سل بستریز بل روغتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي چې روغتیايي برخه کې باید لا زیات کار وشي، عامه پوهاوی رامنځته او پر خپلو ډاکټرانو باید د افغانانو باور راجذب کړو.
نوموړي همدرنګه روغتیاپالانو ته سپارښتنه کړې چې له ناروغانو سره د ښه چلند ترڅنګ په ښو اخلاقو سره د ناروغ درملنه وکړي.