د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په خپل اېکس د روم اساسنامه او پر وړاندې یې “نړيوالې جنايي محکمې” په نامه جوړښت ته د اسلامي امارت د نهمکلفیت خبر ورکړی دی.
ښاغلي فطرت لیکلي چې ددې محکمې تاریخ روښانه کوي چې دې محکمې تل د عدالت پر ځای د سیاسي تمايلاتو له مخې چلن کړی دی.
د اسلامي امارت له لوري غوڅ دریځ دې اعلامیه کې راغلي:(( د افغانستان اسلامي امارت چې له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي، له دې تگلارې سره موافق نه دی.))
وړاندې ویل شوي چې دې محکمې د میلیونونو بې ګناه انسانانو د قتل عام په تړاو چوپتیا خپله کړې.
همداراز وړاندې د افغانانو پر وړاندې شویو جنګي جنایتونو ته اشاره شوې چې دې محکمې یې پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی. د اسلامي امارت له لوري خپره شوې څلورمه ماده کې راغلي: (( په داسې حال کې چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې “محکمې” غړي نه دي، د افغانستان په څېر هېواد، چې همېشه د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیر ضروري چاره ده.))
یاده دې شي چې اسلامي امارت د رسمي دریځ په خپلونې په ډاګه کړې چې د روم پر اساسنامې مکلف نه دي.