د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې افغانستان د سېرومو د تولید برخه کې ځان بسیایني ته نږدې شوی او په تېرو لسو میاشتو کې له هېواد څخه بهر د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت سېرومونه صادر شوي دي.
دې برخه کې خصوصي پانګوال وایي چې د کارخونو تولیدات یې ورځ په ورځ لوړیږي او په ورځني ډول څه باندې ۲۵۰ زره بېلابېل سېرومونه تولیدولی شي.
ددې وزارت مسوولینو زیاته کړې چې له بهره پر واردېدونکو سېرومونو تعرفه لوړه شوې او اوسمهال هېواد کې دننه له افغاني سېرمونو څخه ګټه اخېستل کیږي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره افغاني سېرمونه عربي هېوادونو ته صادر شوي.