د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.
ياد معاونيت ويلي، چې دغه پلاوی په تاشکند نړيوال هوايي ډګر کې د ازبيکستان د لومړي وزير مرستيال جمشيد خواجه يوف، د افغانستان لپاره د دې هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ايرګاشېف او په ازبيکستان کې د اسلامي امارت سفير شيخ عبدالغفار بحر له لوري له هرکلي سره مخ شوی دی.
ياده دې شي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ازبيکسان ترمنځ د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پراختيا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ياد هېواد د پانګونې راخپلول ښودل شوي دي.