رويټر راپور ورکړی، چې حماس جهادي غورځنګ په غزه کې د سلګونه فلسطيني بنديانو په بدل کې نن ۵ برمته شوي اسراييليان خوشې کړل او ټاکل شوې چې يو بل نيول شوی اسراييل هم خوشې شي.
د دې راپور له مخې، په دې خوشې شويو اسراييليانو کې ۲۷ کلن ايليا کوهين، ۲۲ کلن عومېر شېم طوف او ۲۳ کلن عومېر وينکرت هم شامل دی. په دې راپور کې دا هم ويل شوي، دا بنديان وروسته له هغې خوشې شوي چې صهيونېست رژيم د یرغمل شوي شېري بايباس مړي سپارل يې تأييد کړي دي.