د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري يو پلاوی نن ازبيکستان هېواد ته په رسمي دوه ورځني سفر روان شو.
د رياستالوزاء اقتصادي معاونيت په خپله اېکس پاڼه کې ويلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ازبيکسان ترمنځ د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پراختيا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ياد هېواد د پانګونې راخپلول دي.
ياده دې شي، په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رييس او ګڼ شمېر نور چارواکي ملتيا کوي.
اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې کړي؛ ترڅو سوداګرۍ ته وده ورکړي، پانګوالو ته د اسانتیاوو زمینه برابره کړي او د هېواد اقتصادي ثبات ته لاره هواره کړي.