د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن(شنبه، کب څلورمه) د ازبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره ناسته کړې ده.
د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو توافقنامو پر عملي کولو خبرې شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې ویلي، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه د اسلامي امارت سیاست بې پلوی او نهلاسوهنې پر سیاست ولاړ دی او له نورو هېوادونو هم دې اصل ته د پاتېدو غوښتنه لري.
ښاغلي برادر وړاندې زیاته کړې: اسلامي امارت د نشهيي توکو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې ده او ګاونډیو هېوادونو ته یې د هغه د قاچاق مخنیوی کړی دی. اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم تهدید نشته.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ازبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړه څو د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د وسپنې پټلۍ پر پروژې پانګونه وکړي. د ملا عبدالغني برادر په خبره، په دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
همداراز اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د دویم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه. د نوموړي په خبره، د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کیږي او د سیمې په ټرانزېټ کې بنسټیز رول لري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ازبیک لوري ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له ازبیکستان سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی.
ورته وخت کې د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ازبیکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو له پاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.
یاده دې شي چې نن د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رييس او ګڼ شمېر نور چارواکي په ملتیا افغان پلاوی تاشکند ته رسېدلی دی.