بلومبرګ رسنۍ ويلي، چې هند حکومت له افغانستان سره د اړيکو په پراختيا غور کوي او هند به په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مهم ډيپلوماټان وغواړي.
يادې رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله ويلي، چې دوه تنه نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د چارو پرمخ وړلو لپاره ور پېژندل شوي دي.
ياده دې شي، چې په دې وروستیو کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره هڅې زیاتې شوې دي.