د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېرې سلواغې مياشتې په ترڅ کې ۳ زره او ۷۴۷ بهر مېشتو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو غيرحضوري خدمتونه وړاندې شوي دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په مرکز کابل کې تېره مياشت ۹ زره او ۱۸۵ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د سمون راوستو، ۱۰ زره او ۶۳۴ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تأييد او ۷ زره او ۱۷۲ کسانو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼو د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو خدمتونه وړاندې کړي دي.
دغه راز په دې لړ کې ۱۰ زره او ۸۷۳ کسانو ته د زېږون کارتونو ترڅنګ ۴۲۵ نورو هېوادوالو ته د مړينې پارچې هم وېشل شوې دي.
د يادونې وړ ده، د احصايې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي چې د هېوادوالو د هويتي اسنادو د رسمي کولو چارې لا چټکې او معیاري کړي؛ ترڅو افغان وګړي وکولی شي په رسمي ادارو کې له کومې ستونزې پرته خپلې چارې ترسره او د خپل هويت تثبيت ته قانوني بڼه ورکړي.