ډېر لوستل شوي

د روباټانو له خوا ګواښېدونکې بشري نړۍ

۲۱مه پېړۍ د بشریت د اوج پېړۍ بلل کیږي. ددې پېړۍ او د اوسني نسل ښکېلتیا له ټیکنالوژۍ او ماډرنېزم(نویتوب) سره د نوک‌او‌ورۍ په څېر ده. که څه هم د ټیکنالوژۍ په مټ انسانانو د نورو سیارو سیل و کشف وکړ، خو د اوسني بشر تر ټولو ستر سرخوږی او اندېښنه د همدې ټیکنالوژۍ او روباټانو بېباکه او بېساری واک دی. د ټېسلا شرکت رییس او اوسمهال د ډونالډ ټرمپ په کابینه کې د ښې حکومتولۍ د ادارې مشر اېلن ماسک د داسې یوه روباټ پر طراحۍ بوخت دی چې په بشپړه توګه د یوه انسان کړه وړه ترسره کړي. همدا روباټ له اخلي پخلي نیولې، تر لوبو، بحث، مجادلې او ان تر همبسترۍ هر څه ترسره کولی شي. که څه هم لا روباټان په بشپړه توګه بې‌حسه ماشینونه دي، خو که په همدې ماشیني انسانانو کې عاطفه او احساس کېښودل شو، نو وېره شته چې انساني خواخوږي او صمیمیت به له منځه ولاړ شي او انسانان به د یوه بل په ځای له روباټانو سره دوستي انډيوالي پالي. د داسې روبوټي انسانانو په ډېرېدو به حقوقي بحثونه هم راپورته شي او شاید نوي قوانین وضع شي. د انسان او روباټ اړیکه لا هم د یوه خان او چوپړکوونکي او یا غلام په کچه ده.

وړاندې مو وویل چې روباټان اوسمهال بېلابېلو برخو کې د استفادې وړ دي او د انساني ژوند په هوساینه کې یې د پام وړ رول لوبولی. ګڼ روباټان اوسمهال د فزیکي شاقه کارونو په ترسراوي کې استخدامیږي، مشتریانو سره په پېرپلور کې مرسته کوي؛ خو همدغو روباټونو د انسانانو دندې اشغال کړي دي. د مصنوعي ځيرکتیا په چټکتیا او پرمختګ سره ګڼو کسبونو بازار او پخوانی کشش بایللی دی.

د مصنوعي ځيرکتیا یو شمېر متخصصین خو د روباټانو پر کنټرول ټینګار کوي او وېره لري چې یوه ورځ به روباټان له انسانانو د نړۍ د کنټرول واګې په خپل لاس کې واخلي. یوه ویډیو کې ښکاروي چې چین کې د یوه فلم پر کتونکو یو روباټ برید کوي. د رسنیو له قوله، یاد روباټ له کنټروله وتی و، چې د پولیسو له خوا بېرته کنټرول شوی دی.

لنډه دا چې اوسنۍ نړۍ کې هر څه چې وینو د ټیکنالوژۍ او ساینس برکت دی. لیرې نه ده چې د نویو جګړو مدیریت‌کوونکي به تر خوندي‌خونو لاندې خپلې کافي څښي، خو جګړه به د روباټانو ترمنځ روانه وي.

اړوند خبرونه