د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د اېکس په یوه سپېس بحث کې ویلي و چې له امریکایانو پاتې وسلې غنیمت دي او له دې وسلو به د دین، هېواد او خپلواکۍ پە ساتلو کې کار اخلي.
نوموړي ویلي چې یادې وسلې اوس د افغانانو ملکیت دی او په امریکایانو پورې تړاو نه لري.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله ښودلې چې دوی به په کلني ډول د دوو – دوه نیمو میلیاردو نغدي ډالرو په بدل کې افغانستان کې نیول شوې غنیمت وسله بېرته واشنګټن ته وسپاري. اسلامي امارت په پرېکنده ډول ددې وسلو له ورکړې او بېرته سپارلو انکار کړی دی او یادې وسلې یې د افغانانو ملکیت بللي دي.