د ننګرهار ولایتي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې ۵۰۰ تنو اړمنو ته اړین خوراکي توکي وېشل شوي دي.
دا خوراکي توکي د یوه خیریه بنسټ له لوري د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په اسانچارۍ وېشل شوي.
په دې مرستو کې اته ډوله خوراکي توکي شامل وو.
یاده دې شي چې تر دې پخوا هم دې ولایت کې ګڼو اړمنو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.