د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو د خوړو نړیوال سازمان په مالي همکارۍ او د بشري مرستو خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ کجکي ولسوالۍ کي د ۲۳۳۷ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، ۰.۵ کیلو مالګه، ۳ کیلو د تقویې خوراکي توکي او ۱.۵ کیلو د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي شامل دي. یاده دې شي چې تر دې دمخه هم ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ولایتي ادارې په اسانچارۍ د ګڼو اړمنو لاسنیوی شوی.