ډېر لوستل شوي

د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه ګټې اخېستو ته وسپارل شوه

په لوګر ولايت کې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور نن په خپله رسمي اېکس پاڼه د دې بند د ساتنې او پاملرنې پروژې ګټې اخېستنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي منصور په دې مراسمو کې د سرخاب بند ارزښت د محمد اغې ولسوالي د اوسېدونکو لپاره حياتي بللی او زياته کړې يې ده، چې د دغې پروژې بشپړېدل يوه لويه لاسته راوړنه ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولین د هېواد د ابادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او په دغه درې کلونو کې يې د هېواد د ابادۍ او پراختیا په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالي کې دی، چې د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي سره د نهه میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

اړوند خبرونه