ډېر لوستل شوي

د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې څلور سوه زره مټريک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، چې په تېرې سلواغې مياشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۴ لکه ۱۴ زره او ۸۸۳ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

د ياد وزارت د خبر له مخې، چې د دې مياشتې په ترڅ کې ۳ لکه ۲۸ زره ۹۷۰ ټنه د حيرتان بندر له لارې او د اقيني بندر له لارې، چې ډېره برخه يې وچه مېوه، کينو او د انارو جوس دی، انتقالات شوي دي.

د ټولګټو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره ډاډ څرګند کړی، چې سوداګرو ته به د لا ډېرو انتقالاتو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

اړوند خبرونه