ډېر لوستل شوي

د کورنيو چارو وزارت یوه پلاوي ايران ته سفر وکړ

له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې مرستيال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ يو پلاوی نن ايران ته په سفر روان شو.

د کورنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د دې سفر په ترڅ کې به د دواړه هېوادونو ترمنځ د نشه‌يي توکو په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو د تشخيص او د يادو توکو د مخنيوي پر ګډې مبارزې او د همکاريو په پراختيا خبرې اترې وشي.

ياده دې شي، چې دې پلاوي د ايران اسلامي جمهوريت په رسمي بلنه ياد هېواد ته سفر کړی دی.

اړوند خبرونه