ډېر لوستل شوي

ریاست‌الوزراء: استادان او متخصصين دې د اقليم بدلون ستونزو ته علمي حللارې پيدا کړي

د اسلامي امارت رييس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند د کابل په کوربه‌توب په پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس ته په يو استولي پيغام کې ويلي، چې استادان او متخصصين دې د اقليم بدلون، وچکالۍ او سېلابونو ستونزو ته علمي حلارې وړاندې کړي.

د اسلامي امارت په دې پيغام کې د اوبو مديريت د وخت اړتيا بللې او په ياده برخه کې يې ښه مديريت ته خپله ژمنتيا ښودلې ده. د يادونې وړه، چې په کابل کې به د اوبو نړيوال دغه کنفرانس درې ورځې دوام وکړي او په اړوند برخو کې به ګڼ شمېر مقالې هم وړاندې شي.

اړوند خبرونه