د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم د اوبو نړيوال کنفرانس کې ويلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د اوبو مديريت لپاره هڅې پيل کړې، چې ښه بېلګه يې د قوشتېبې کانال چارې دي.
په همدې مهال د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس حقپرست د اوبو نړيوال کنفرانس خورا مهم بللی او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې څو لسيزو جګړو د هېواد هرې برخې ته زيان رسولی او اړتيا ده، چې د بيا ابادۍ لپاره مسلکي هڅې وکړو.
ياده دې شي، چې د اوبو نړيوال دغه درې ورځنی کنفرانس د کابل په کوربهتوب په پولي تخنيک پوهنتون کې د ګڼو بهرنيو او داخلي استادانو او متخصصينو په ګډون سره پيل شوی دی.