د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدراعظم وايي، چې افغانستان د اقليم بدلون له امله زيانمن شوی او که اوبه ښې مديريت نه شي، راتلونکي نسلونه به مو له وچکالۍ سره مخ شي.
ښاغلي صدراعظم دغه څرګندونې نن (دوشنبه، کب شپږمه) د کابل په کوربهتوب پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو په نړيوال کنفرانس کې کړې دي.