د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېرې سلواغې مياشتې په لړ کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۴۶۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې مياشت کې د ۳۶ ښځينهوو په ګډون ۱ زر او ۳۱۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځينهوو په ګډون ۱ زر او ۱۵۴ نور له هېواده وتلي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ثبت شويو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نيمروز له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، اقينې او حيرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.