د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په هڅو او د یوناما، ستاره ګان او مشعل اکاډمۍ په همکارۍ، د تخلیقي ځواک د هنرونو نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شوی دی.
د یاد نندارتون په پرانیستغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي: ((ښکلي هنرونه یوازې د فردي خلاقیت څرګندونه نه کوي، بلکې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختیا لپاره هم حیاتي رول لري.))
نوموړي وړاندې ویلي چې نندارتونونه د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د نوې پوهې ترلاسه کولو او د بېلابېلو کلتورونو په اړه د پوهاوي زیاتولو وسیله ګرځېدلې او د ښکلو هنرونو له لارې انسانان کولی شي خپل احساسات او افکار په نویو لارو وړاندې کړي.
د ښاغلی عزیزي تر وینا وروسته د یوناما د بشري حقونو د چارو مشرې فیونا فرزر ویلي چې د ښکلو هنرونو د پالنې برخه کې لا هم افغانستان کې هڅې کیږي او دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هلې ځلې د ستاینې وړ دي.
آغلې فرزر زیاته کړې، یاد سازمان د افغان هنرمندانو لپاره د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي، څو د افغانستان فرهنګي وده او نړیواله پېژندنه پیاوړې شي.
یاده دې شي چې د تخلیقي ځواک د هنرونو نندارتون کې د شاوخوا ۶۰ هنرمندانو ۲۰۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.