ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې په سوريې خپل اقتصادي بنديزونه ليرې کړل

اروپايي ټولنې په يوې خپره کړې خبرپاڼې کې په سوريې عمده اقتصادي سکتورونو بنديزونه ليرې کړي دي.

دې ټولنې په ټينګار سره ويلي، که چېرې د سوريې نوی حکومت د اقليتونو حقونو ته د درناوي او ديموکراسۍ په لور اقداماتو لپاره په خپلو ژمنو کې پاتې راشې؛ نو دا بنديزونه به له سره ولګوي.

په ورته مهال د سوریې د بهرنیور چارو وزیر اسعد الشیباني د اروپایي ټولنې له دې اقدامه هرکلی کړی او دا یې د خپل هېواد د ولسونو کړاو د پای ته رسېدو په لور یو ښه ګام بللی. اروپایي هېوادونو د دې بندیزونو لیرې کولو موخه د سوریې د ولسونو او سوداګرو سره په تعامل کې مرسته کول ښودلي دي.

اړوند خبرونه