د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون په یوه غونډه کې ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نورې تعدیل کړي دي.
ددې پروژو ټولټال ارزښت شاوخوا ۳ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ټرانسپورټي ترمینل جوړول، د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند تفصلي ډیزاین پروژې پیل او نورې پروژې شاملې دي.
دغه راز یادو پروژو کې کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړولو پروژې شاملې دي. یاده دې شي چې د تدارکاتو ملي کمېسیون تر دې دمخه هم ګڼې پروژې منظورې کړې وې.