ډېر لوستل شوي

اوبو او انرژۍ وزارت لوګر کې ۳ پروژې بشپړې کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل سیندیزې عمومي حوزې رییس لوګر کې د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳ پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی.

 په دغو پروژو کې د سرخاب د اوبو ذخیروي بند د څارنې او ساتنې چارو د بشپړېدو ترڅنګ په محمد اغې ولسوالۍ کې د ډاګ کلا چکډېم او په ازرې ولسوالۍ کې د ۵ کڅ چکډېم د جوړولو پروژې شاملې دي.

 ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د سرخاب اوبو ذخیروي بند د هېواد په کچه له مهمو او تاریخي بندونو یاد کړی دی.

د ښاغلي منصور په خبره، ددې بند د څارنې او ساتنې پروژې په بشپړېدو سره ۹ میلیونه مترمکعبه اوبه زېرمه شوي چې دې بند اوسمهال د ۹ زرو کورنیو د اوبو ستونزه هواره کړې او ۳ زره جریبه هکټاره ځمکه خړوبوي.

د نوموړي په وینا راتلونکی کال به د خروار ولسوالۍ د بند پاتې چارې بشپړې او د خوښۍ ولسوالۍ پر آبتک بند به هم کار پیل شي.

اړوند خبرونه