ډېر لوستل شوي

د سټنډرد ملي ادارې له يو خصوصي شرکت سره هوکړه‌ليک لاسليک کړ

د سټنډرد ملي ادارې عمومي رييس ملا فيض‌الله تميم نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د ودانيو د لا معياري کېدو او د برحاله انجنيرانو د روزنې په موخه له يو خصوصي شرکت سره هوکړه‌ليک لاسليک کړ.

ښاغلي تميم په دې ناسته کې له ټولو امارتي ادارو غوښتنه کړې، چې د دې هوکړې اصولو ته ژمن پاتې شي.

د دې ادارې د مسوولينو په وينا، چې دغه هوکره‌ليک به د انرژۍ د مصرف او مدیریت په برخه کې مهم او اساسي رول ولوبوي.

د سټنډر ملي ادارې رييس دغه راز ټينګار کړی، چې دولتي او خصوصي سکتورونه به وهڅوو چې د انرژۍ سپما ته پاملرنه زیاته کړي.

اړوند خبرونه