ډېر لوستل شوي

له خپلواکۍ اخیستنې وروسته؛ پاکستان او بنګله دېش راکړه ورکړه پیل کړه

نړیوالو رسنیو ویلي چې پاکستان او بنګله‌ دېش له شاوخوا نیمې پېړۍ وروسته سوداګري پیل کړې ده.

د بنګله دېش له خپلواکۍ(۱۹۷۱زېږدیز) وروسته دا لومړی ځل دی چې ډهاکه پاکستان ته د وریژو یوه جوپه استوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، بنګله‌دېش په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل دغه هېواد سره مستقیمه سوداګري پیل کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د لومړي ځل لپاره د ۵۰ زره ټنو وریژو لومړۍ جوپه د بنګله‌دېش له قاسم بندر څخه پاکستان ته استول شوې ده.

یاده دې شي چې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ سوداګریزې اړیکې د شیخ حسینې د حکومت له نړېدنې وروسته پیل شوي.

اړوند خبرونه