ډېر لوستل شوي

په روانه مياشت کې د خوراکي توکو په بيو کې ۳ سلنه ډېروالی ښودل شوی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، په سلواغې مياشت کې په خوارکي توکو کې ۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ډېروالی ۵.۹ سلنه په غلو دانو، په غوښه کې ۵.۴ سلنه ډېروالی او د شکر او شيريني په بيو کې ۵.۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د احصايې او معلوماتو ملې ادارې په غير خوارکي توکو کې ۲ سلنه ډېروالی ښودلی، چې ۵ سلنه په جامو او ۳.۴ سلنه د کورني وسايلو د توکو په بيو کې ډېرالی راغلی دی. بل‌خوا د روان کال په سلواغې میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷۴.۷ افغانۍ او مرغومې میاشت کې۷۱.۶ افغانۍ و، چې د مرغومې میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې۴.۴ سلنه کموالی راغلی دی.

اړوند خبرونه