د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان رياست په هڅو، د يوناما او ځينو نورو اکاډميو په همکارۍ د نوښتګرو ځوانانو ۲۰۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
ياد وزارت وايي، په دې نندارتونو کې د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتيقالله عزيزي ويلي، چې ښکلي هنرونه يوازې د فردي خلاقيت څرګندونه نه کوي؛ بلکې د ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختيا لپاره حياتي رول لري.
په دې نندارتونو کې د يوناما د بشري حقونو د چارو مشرې فيونا فرزر په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتو وزارت هڅې ستايلې او له افغانستان سره يې په لا پرختګ کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. ياده دې شي، چې په دې نندارتونو کې د افغان او يوناما چارواکو سربېره ګڼو ليکوالانو او هنري څېرو هم ګډون کړی وو.