ډېر لوستل شوي

حماس: مسجد الاقصی کې د روژې عبادات وکړئ او خپله پیاوړتیا وښیئ

د حماس جهادي غورځنګ پر فلسطیني وګړو غږ کړی چې د روژې د مبارکې میاشتې فرضي او نفلي عبادتونه په مسجد الاقصی ترسره کړي.

د حماس جهادي غورځنګ ویلي، چې دې سره به د فلسطیني مسلمانانو پیاوړتیا او یووالی وښودل شي.

حماس وروسته له هغې یاده سپارښتنه کړې چې د صهیونېست رژیم امنیتي بنسټونو فلسطیني وګړو ته ګوتځنډنه کړې چې مسجد الاقصی کې دې عبادتونه نه کوي.

د حماس جهادي غورځنګ زیاته کړې چې په ټول توان سره باید مسجد الاقصی کې د روژې میاشتې عبادتونه ترسره شي.

اړوند خبرونه