د پوهنې وزارت مسوولینو رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې دې وزارت د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړي دي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ویلي چې د پوهنې وزارت په په تېر کې دا بېساری ګام دی چې د ۲۵ وزارتونو او ادارو په همغږۍ د سواد عامونې او پراختیا پروګرامونه پلې کوي.
نوموړي زیاته کړې: په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت له پرمختګونو سربېره، نن ورځ د ۲۵ ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو لپاره هوکړه لیکونه لاسلیکوو، چې په حقیقت کې دا په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تر څو هر هېوادوال د علم او پوهې له رڼایي برخمن شي.
یاده دې شي چې د پوهنې وزارت د لایحو اړوند د همکاریو دا ډول تړونونه به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نالوستو کسانو لپاره د سواد کچې لوړولو او تجربو شریکولو برخه کې غوره چاپېریال رامنځته کړي.