د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور نن په خپله اېکس پاڼه په زابل کې د عمري بند له اوبو څخه د ډکېدو خبر ورکړی دی.
ياد بند څه موده وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ياده دې شي، چې د زابل د عمري بند د هېواد د داخلي انجنيرانو پر مټ رغول شوی دی.
دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي سره د ۲.۹ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۶۱ کيلوواټه برېښنا د تولید او د شاوخوا ۵۶۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.