د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن د لويې جرګې په تالا کې په هېواد کې د “ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ” په نوم د اهلتشيع عالي کمېسيون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې ښاغلي برادر ويلي، چې افغان ملت له بېلابېلو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه رامنځته شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده، د ښاغلي په وينا؛ له بدهمرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.
ملا برادر اخوند د اسلامي امارت اوسنی حاکميت د ټولو افغانانو د تجاوزکوونکو پر وړاندې يو ځای مبارزه او د قربانيو پايله بللې ده. د وزيرانو شوراءاقتصادي مرستيال په دې ناسته کې کې له هېوادوالو غوښتي، چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبليغاتو باور ونهکړي؛ ځکه هغوی د سني او اهلتشيع هېوادوالو ترمنځ د تفرقي هڅې کوي.