حماس د سلګونه فلسطيني بنديانو د ازادېدو په بدل کې سره صليب ته د څلورو اسرايليانو مړي وسپارل.
د رويټرز د راپور له مخې، دا تبادله د غزې د نازک اوربند د وروستۍ تبادلې برخه وه. د يادونې وړ ده، چې د دې اوربند لومړی پړاو به په روانه اوونۍ کې پای ته ورسېږي او د بل پړاو برخلیک، چې موخه یې د جګړې پای ته رسول دي، لاهم روښانه نه ده.

