په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ او د نوموړي د مرستیال له خوا د اوکراین د ولسمشر ولادیمیز زیلنسکي تر رټلو او سپکولو وروسته د خواله رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو لیکلي، چې پر نورو تکیه لنډمهالې، موخیزه او نړېدونکو ده.
د خواله رسنیو دې افغان کاروونکو زیلنسکي د زړه سوي وړ بللی او په خبره یې چې د نورو په اشاره یې باید خپل هېواد او ملت تباه کړي نه وای.
پرون جمعه زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته غوښتل شوی و چې له ګډ کنفرانس او د هوکړه لیکونو تر لاسلیک پرته له سپینې ماڼۍ خپه وتی دی. ټرمپ نوموړی (احمق ولسمشر) بللی او په خبره یې چې درېیمې نړیوالې جګړې ته لار هواروي او د میلیونو اوکراینیانو له ژوند سره یې لوبې کړې دي.

