ډېر لوستل شوي

کردي وسله‌والو له ترکيې سره اوربند وکړ

په ترکيه کې کردي وسله‌والو له څلوېښت کلنۍ جګړې وروسته نن اوربند اعلان کړ.

اسوشېټډ پريس دغه خبر د کردستان د کارګرانو ګوند (پي‌کې‌کې) ډلې ته نږدې رسنۍ فيرات له قوله ورکړی دی.

کردي وسله‌وال دا اوربند په داسې مهال اعلانوي، چې له ۱۹۸۴ کال راپه دېخوا د دواړو خواوو ترمنځ جګړه کې لسګونه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه