د امريکا په سپينه ماڼۍ کې ډونالډ ټرمپ او زيلينسکي له ناندريو وروسته په بريتانيا کې د لومړي وزير کېير سټارمر له لوري د زيلينسکي تود هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې، چې د اوکراين ولسمشر به نن د بريتانيا له پاچا درېيم چارلس سره هم وګوري او د اروپایي مشرانو په سرمشريزه کې به هم ګډون وکړي. د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلينسکي له سختې لفظي شخړې وروسته؛ د فرانسې، جرمني، بريتانيا او پولنډ مشرانو له اوکراين سره په خپل ملاتړ ټينګار کړی دی.

