ډېر لوستل شوي

په نږدې ۱۵۰ بريدونو کې ۱۸۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګژوبله اوښتې

تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په يوې تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې يې د روان ميلادي کال په فبرورۍ مياشت کې په ۱۴۷ بريدونه کې يې شاوخوا ۱۸۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د دې معلوماتو له مخې، په ياده مياشت کې يې يوازې د پاکستان د پوځ په ګډون د بېلابېلو امنيتي ادارو ۸۵ پوځيان وژلي، ۹۵ يې نور ټپيان کړي او شپږ تنه يې هم ژوندي نيولي دي.

په دې بريدونو کې تر ټولو ډېر زيان د پاکستان پوځ او “اېس‌اېس‌جي” ځواکونو ته اوښتی دی.

ياده دې شي، چې تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د “ټي‌ټي‌پي” د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

اړوند خبرونه