ډېر لوستل شوي

مولوي فضل محمد حقاني له خپل هندي سيال سره کتلي

په تهران کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني په دې هېواد کې له خپل هندي سيال رودرا ګائوراو شرست سره کتلي دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت ويلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخيرو همکاريو په پراختيا ټينګار کړی دی.

ياده دې شي، چې د دې ناستې په ترڅ کې د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د لا پراختيا پر اړتيا هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، په تهران کې د افغانستان سفير نن تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس سره هم کتلي دي.

اړوند خبرونه