د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرش پر صهیونېست رژیم غږ کړی چې بیاځلې دې په غزه کې جګړه نه پیلوي.
نوموړي همدارنګه پر صهیونېست رژیم غږ کړی چې غزې ته دې د بشري مرستو لارۍ پرېږدي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وړاندې ویلي چې غزه کې د څو اونیو اوربند ولسي وګړي پخواني ژوند ته ورستانه کړي او هیله ده تلپاتې اوربند پلی او ټول یرغمل ازاد شي.

