ډېر لوستل شوي

د اتلانو جام په نيمه پايلوبه کې نن اسټراليا او هند ډګر ته کښته کېږي

ټاکل شوې د چمپينز ټرافي (اتلانو جام) په نيمه پايلوبه کې نن (سه‌شنبه، کب ۱۴مه) اسټراليا او هند په دوبۍ کې ډګر ته کښته شي.

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی دی.

دغه راز اسټرالیا هم له افغانستان سره په یوه ګروپ کې، له انګلستان یې لوبه ګټلې او له افغانستان او جنوبي افریقا سره یې د باران په سبب لوبې مساوي پای ته ورسېدې. ياده دې وي، چې د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ ټاکل شوې.

اړوند خبرونه