ډېر لوستل شوي

امريکا اوکراين ته خپلې پوځي مرستې وځنډولې

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ پرېکړه کړې، چې اوکراين ته خپلې ټولې پوځي مرستې وځنډوي.

رويټرز د پوځي مرستو د ځنډ خبر د سپينې ماڼۍ د يوه چارواکي له قوله ورکړی دی.

فاکس نيوز شبکې د ټرمپ د ادارې د يوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې امریکا دا مرستې دايمي نه، بلکې لنډمهاله ځنډولي دي.

دا په داسې مهال ده ټرمپ تر دې وړاندې په زيلينسکي فشار زيات کړ، چې د جګړې درولو لپاره يوې هوکړې ته ورسېږي.

اړوند خبرونه