ډېر لوستل شوي

غزني کې د انساني قاچاق د مخنیوي عامه پوهاوی

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ددې ښار په بېلابېلو برخو کې له انساني قاچاق څخه د مخنیوي په پار د عامه پوهاوي بېنرونه او بروشرونه لګول شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه اقدام یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ تر سره کړی، چې موخه یې په ټولنه کې د انساني قاچاق د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو زیاته کړې چې دوی راتلونکي کې د انساني قاچاق په تړاو د ښوونیزو پروګرامو او د عامه پوهاوي ورکشاپونه هم رامنځته کوي.

یاده دې شي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په دې وروستیو کې د ناقانونه لارو د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان صادر شوی دی.

اړوند خبرونه