ډېر لوستل شوي

میمنه کې ۱۲ شنې خونې ګټې اخیستو ته سپارل شوي

د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۲ شنو خونو د جوړېدو او ګټې اخیستو خبر ورکړی دی.

ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې یاده پروژه د ناروې سفارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې ده.

دا شنې خونې د فاریاب د مرکز میمنې سربېره په پښتونکوټ، دولت اباد، قیصار او المار ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو ددې شنو خونو په جوړېدو خوښي ښودلې او په وینا چې اوس به د کال په ټولو موسمونو کې کرکیله کوي.

اړوند خبرونه