ډېر لوستل شوي

عمرزي د کرېکټ نړیوالې شورا د ټول‌چارو لوبغاړو په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان او تکړه لوبغاړی عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د یو ورځنیو سیالیو د ټول‌چارو د (الرونډر) لوبغاړو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

عمرزی، چې د خپلې بریا لپاره یې د توپ وهنې، توپ اچونې، او ډګر ساتنې مهارتونه ثابت کړي، په وروستیو سیالیو کې خورا ښه ځلیدلی.

تر دې وړاندې، د افغانستان نامتو لوبغاړی محمد نبي عیسی‌خېل په دې درجه‌بندۍ کې لومړی مقام درلود. د عمرزي پرمختګ د افغانستان د کرېکټ لپاره یو بل ستر ویاړ ګڼل کېږي، چې د دې هېواد د کرېکټ د دوامداره ودې او بریا ښکارندویي کوي.

اړوند خبرونه