الجزيرې راپور ورکړی، چې عربي هېوادونو د غزې بيارغونې لپاره د مصر ۵۳ ميليارد ډالري طرحه تصويب کړې ده.
د عربي هېوادونو مشرانو په ټینګار سره ويلي، چې دوی په نورو هېوادونو کې د فلسطینیانو اجباري ځای پر ځای کولو سره خلاف دي. د عربي هېوادونو ناسته د مصر په کوربتوب په داسې حال کې ترسره شوې، چې پر حماس جهادي غورځنګ سربېره نورو هېوادونو د ټرمپ د خبرداري سره چې فلسطینیان باید په اجباري په نورو هېوادونو کې ځای پر ځای شي، مخالفت وکړ.