د کاناډا لومړي وزير جسټېن ټروډو د امريکا تعرفو ته متقابل غبرګون ښودلی دی.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې کاناډا به هم د ۱۵۵ ميليارد ډالرو په ارزشت پر امريکايي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.
د کاناډا لومړي وزير دغه راز ويلي، چې په دغو تعرفو کې ۳۰ ميليارد ډالر ارزښت لرونکي توکي سملاسي شامل شي او پر پاتې ۱۲۵ ميليارد ډالرو ارزښت توکو به په راتلونکو ۲۱ ورځو کې تعرفه پلي شي.