متحده ايالتونو له اوکراين سره تر پوځي همکاريو وروسته د استخباراتي معلوماتو شريکول هم بند کړل.
د متحده ايالتونو د مرکزي استخباراتو (سيآیاې) مشر جان رتکليف تېره ورځ ويلي، چې واشنګټن د اوس لپاره له کېيف سره د استخباراتي معلوماتو شريکول درولي دي.
ويلکېږي، چې دا کار به له روسيې سره په روانې جګړې کې د اوکراين وړتيا محدوده کړي. ياده دې وي، امريکا په دواړو هېوادونو فشار راوړی چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې تړون وکړي.