پاکستاني پوليسو ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې د پاکستان بلوچستان ايالت حضدار نال په بازار کې چاودنې څلور تنه وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.
د نال د پوليسو مشر ويلي، دغه پېښه د يو موټرسايکل په واسطه چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي و د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده. دا چاودنه په داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ په خيبر پښتونخوا کې د بنو پر يو پوځي مرکز د موټر بم بريد هم شوی و.