د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت شنې خونې جوړي شوي دي.
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول ویلي چې له هرې شنې خونې یو موسم کې شاوخوا ۱۴ ټنه محصولات ترلاسه کیږي.
دې ولایت کې د خصوصي سکټور له لارې پر شنو خونو ۹۹۳ میلیونه ۶۱۹ زره ۴۶۰ افغانۍ پانګونه شوې او د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له لوري یو شمېر شنو خونو لرونکو ته د اړینو وسایلو او توکو مرستې ورکړل شوې دي.
د یادو مسوولینو په وینا ددې شنو خونو حاصلات ګاونډیو ولایتونو او آن عراق ته صادریږي.